بد راته مه وایاست چې کله په دې لاره راځو
Faqeer Muhammad Darvesh
5:42ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى څه درسره وکړمه ، حیران دې کېنولی یم مسته ذوقه! سر ته د ایمان دې کېنولی یم ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى خود به مې خیال ورک وي د سینو په سر درو کې ذوقه! د لونګو په دوکان دې کېنولی یم ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى مړه شې! څه د بنې زوی دې نه یم زندګۍ سخت د روغې ورځې په ارمان دې کېنولی یم ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى ضده! زه پښتون یمه په سر مې خېژولی یې تخت دې رانه واخیست په ډېران دې کېنولی یم ستا غيږ کې د دې عصر قلندر ارام فرما دى نه له مجبورۍ انکار کوی شم، نه د زغم ده داسې تماشې ته د جهان دې کېنولی یم